امریکا د سولې او ټاکنو برخه همکاري کوي

comments 0

3209 Views

هندوکش – کابل: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغان سولې پروسې او ټاکنو ملاتړ کوي.
ولسمشر محمد اشرف غني تیره ورځ د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر مایک پمپیو سره په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، افغان سولې پروسې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې.
مایک پمپیو ولسمشر سره په خبرو کې ویلي، چې د امریکا حکومت د افغان سولې پروسې او راتلونکو ټاکنو ملاتړ کوي او په دې برخه کې هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
ولسمشر په دې ناسته کې، د رڼو، ټول شموله او عادلانه ټاکنو د تضمین په موخه د ټاکنو د ملاتړ له بنسټونو غوښتي چې د څارونکو د زیاتولو سربېره دې د ټاکنو له شریکانو سره رغنده همغږي هم ولري.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments