امریکا د سوریې په شمال کې له ترکیې سره په عملیاتو کې برخه نه اخلي

comments 0

7 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي ترکیه د سوریې په شمال کې د ځينو ترهګرو ډلو پر وړاندې عملیات کوي خو امریکا ورسره برخه نه اخلي.
ټرمپ دغه راز ویلي دوی د هغو زندانیانو مسوولیت هم ترکیې ته سپاري چې له داعش سره د مبارزې پر مهال نیول شوي دي.
ترکیې داسې مهال د سوریې په شمال کې د عملیاتو پيلولو اعلان کړی چې دمشق په ځلونو له خپلې خاورې د ترکي عسکرو د ایستلو غوښتنه کړې ده.
ښايي ترکیه د هغو کرد وسله والو پر ضد عملیات هم وکړي چې وخت ناوخت په ترکیه کې جګړې او بریدونه کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments