امریکا: د ستا مجلس لایحه تصویب کړه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا سنا مجلس هغه لایحه تصویب کړې چې له افغانستان او سوریې څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو مخنیوی کوي.
په لایحه کې راغلي چې سوریه او افغانستان کې لا هم افراطي اسلام ‌پالې ډلې فعالې دي او دا د امریکا لپاره یو ګواښ ګڼل کېږي.
لایحه کې یادونه شوې چې له لازمو اقداماتو پرته د بهرنیو ځواکونو بې وخته وتل، نه یوازې سیمه بې ثباته کولای شي، بلکې داسې یوه تشه به رامنځته کړي چې په وینا یې ایران او روسیه به یې د ډکولو هڅې وکړي.
د امریکا سنا مجلس د امریکا پر حکومت غږ کړی چې په افغانستان کې د زیات شمېر ځواکونو د اېستلو له هرې پریکړې مخکې دې داسې شرایط رامنځته کړي چې د افراطي ډلو قطعي ماتې باوري کړي.
امریکا اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتېري لري چې تر ډېره د افغان ځواکونو ملاتړ کوي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments