امریکا د ایمن الظواهري ځاې په ګوټه کړ

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکا وایي د القاعده شبکې اوسنی مشر ایمن الظواهري د پاکستان په خاوره کې پټ دی.
د امریکا استخباراتي ادارې یا سي ای اې په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې د القاعده شبکې اوسنی مشر ایمن الظواهري د افغانستان پولې ته نږدې د پاکستان په خاوره کې پټ دی.
تر دې وړاندې هم په وزیرستان کې د هغه د موجودیت په اړه راپورونه خپاره شوي وو. پاکستان بیا د هغه د موندلو لپاره عملیات پیل کړل، خو وروسته یې وویل چې دغه عملیات بریالي نه وو.
د امریکا استخباراتي ادارې ویلي چې په دغه ډله پورې اړوند ۴۰۰۰ زره جنګیالي په یادو شوو سیمو کې فعالیت کوي. پاکستاني حکومت تر اوسه د امریکا ددغه ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
دادان وزیري

Share this page to Telegram

Comments