امریکا د ایران په اتلس بانکونو تازه بندیزونه لګولي

comments 0

10 Views

هندوکش ـ امریکا: امریکا د ایران هېواد پر ۱۸ بانکونو نوي بندیزونه لګولي او دا د هغه ډلې بانکونو له ډلې دي چې تر دا مهاله د امریکا له تېرو بندیزونو لری پاتې وو.
سرچینې وايي، چې امریکا غواړي د ایران هېواد نړیوال بانکي سیستم ته پرې نږدي، څو یاد هېواد ونشي کړای، د اتومي وسلو جوړولو ته لار پیدا کړي.
رپوټونه وايي، چې واشنګټن تازه د ایران پر ۱۸ هغو بانکونو نوي بندیزونه وضع کړي چې تر اوسه د امریکا له بندیزونو ګوښه پاتې وو.
د امریکا د خارجې وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه تازه بندیزونه به د ایران د حکومت هغه مالي چېنې وچې کړي، چې د خپل اټومي پروګرام، د میزایلو د ودې، ترهګرۍ، د ترهګرو شبکو پاللو او په سیمه کې د خپل ناوړه اغیز لپاره وکاروي.
خپرپاڼه کې د امریکا د خزانې وزیر سټېفن منوچن له قوله ویل شوي،‌ چې واشنګټن به په بشري برخه کې د پيسو لېږد را لېږد ته همداسې اجازه ورکړي تر څو د ایران له خلکو سره مرسته وشي.
د ایران حکومت تر دا مهاله د امریکا دغه تازه بندیزونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments