امریکا د ایران پر خلاف د نړیوال ایتلاف جوړونې په هڅه دې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا بهرنیو چارو وزارته په خپور شوي خبر کې راغلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو منځني ختیځ ته د خپل سفر په ترڅ کې تیره ورځ سعودي عربستان ته رسېدلی دی.
د خبر له مخې پمپیو به د ایران ضد نړیوال ایتلاف جوړ کړي.
نوموړي سعودي ته تر روانېدو مخکې وویل، په سیمه کې د امریکا له دواړو عربي سني متحدینو سره به پر دې خبرې وکړي چې څه ډول دا مسئله یقیني کولی او یو نړیوال ایتلاف رامنځته کولی شي.
هغه وویل دا ایتلاف به یوازې د خلیج هېوادونو په کچه نه بلکې د اسیا او اروپا په کچه وي.
نوموړي دغه راز ویلي وو چې له ایران سره له قید او شرط پرته خبرو ته چمتو دي څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږده دښمني پای ته ورسېږي.
محمد حنیف بیدار

Share this page to Telegram

Comments