امریکا د ایران پر بهرنیو چارو وزیر بندیزونه ولګول

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکایي رسنیو خبرونو له مخې امریکا په یوه تازه اقدام کې د ایران د بهرنیو چارو پر وزیر هم بندیزونه لګولي دي.
د رسنیو په حواله او د امریکا د خزانې وزارت له قوله ، جواد ظریف په نړۍ کې د ایران د روحاني مشر خطرناکه اجنډا پر مخ وړي نو ځکه یې بندیزونه ورباندې وضع کړي دي.
بل پلو د ایران د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې دغه بندیزونه پر ده هېڅ راز اغېز نه کوي. امریکا په دې بندیزونو سره د ایران د اټومي مسئلې د سیاسي حل احتمال هم له منځه یووړ.
په دې وروستیو کې د ایران او امریکا د اړیکو ترینګلتیا اوج ته رسېدلې ده. امریکا په نوي خبرداري کې ویلي چې پر ایران به نور درانه بندیزونه هم وضع کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments