امریکا د اوه ملیاردو دالرو په کچه افغان امنیتي ځواکونو ته بودیجه ځانګړې کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: افغانستان بحراني حالت ته په کتو واشنګتن غواري افغان امنیتي او هوایي ځواکونو پیاوړتیا په موخه دا مرستي ترسره کړي.
رویټرز خبري آژانس نه په خپور شوي یو راپور کې راغلي چې : امریکا غواړي افغان ځواکونه د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې پياوړي شي نو له همدې امله هڅه کوي دغو ځواکونو ته د څلورو کلونو په لړ کې ۷ میلیارده ډالر بودیجه ځانګړې کړي.
د ناتو غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې مسئول جنرال فیلیپ ستورات رویترز خبري آژانس ته ویلي، دا مرستې به ددې سبب شي چې افغان هوايي ځواکونه پیاوړي شي او په دې توګه افغانستان له بحراني حالت وژغورل شي.
ویل کیږي چې دغه ځانګړې شوې بودیجه به د افغان هوايي ځواکونو په روزنه، تجهیز، د الوتکو په ترمیم او نورو مواردو کې لګول کېږي. د امریکا متحده ایالاتو له دې مرستې نه هدف دا دې: چې افغان ځواکونه له ترهګرۍ سره د مبارزې به برخه کې پیاوړي شي، هوايي بریدونه یې اغېزناک شي او د هوايي بریدونو لپاره یې اطلاعاتي مهارتونه لوړ کړل شي. دا په داسې حال کې ده چې تردې مخکې هم د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي ول چې افغان هوایي ځواکونو ته به ۵۳ بلاک هاوک ډوله چرخې الوتکې مرسته وکړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply