امریکا د افغان پوځ روزلو په موخه شاوخوا زر تنه اضافي سرتیري استوي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: وال سټریټ ژورنال نه په خپور شوي خبر کې راغلي چې، د دونالد تړمپ نوي تګ لاړې پر بنسټ تاکل شوې زر تنه اضافي پوځي روزونکې او ګن شمیر جنګي او کشفي بې پیلوته الکوتي افغانستان ته واستول شي.
دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې د امریکا پوځي چارواکو ویلي ووامریکا د داعش پر ضد مبارزې لپاره افغانستان ته نور روزونکي او تجهیزات استوي.
د امریکا متحد ایالات په پام کې لري چې د جګړو په راتلونکي فصل کې د داعش ډلې پر ضد د مبارزې د چټکولو لپاره افغانستان ته نور محارب روزونکي او اضافي بې پیلوټه الوتکې او تجهیزات واستوي.
که څه هم یاد خبر د افغان حکومت او امریکا له خوا تایید شوې نه ده خو وروستیو کې داعش پر وړاندې پراخ عملیات ددې ښودونکې دي چې امریکا هڅه کوي چې افغانستان کې دداعش ډلې ملا ماته کړي.
د یادونې وړ ده چې د افغان هوايي ځواک پرسونل د امریکايي سلاکارانو له‎خوا روزل کېږي، څو داعش ډله او وسله‎وال طالبان په نښه کړي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply