امریکا د افغان جګړې مشري مېلر ته سپاري

comments 0

6 Views

هندوکش – امریکا: جنرال مېلر دا مهال د امریکایي ځانګړو ځواکونو د مرکز مشر دی چې له نړیوالو ترهګرو سره پټه مبارزه کوي.
نوموړی له تیرو ۱۷ کلونو راهیسې د امریکايي ځواکونو لپاره نهم او د ډونلډ ټرمپ په حکومت کې لومړنی لوی قومندان دی.
د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو ويلي یې دي چې د دې حکم تر غوڅ تایید پورې نظر نشي ور کولی.
د امریکا پوځ یو چارواکي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې له وسله والو سره مبارزه کې د مېلر مخینه او ځانګړنه ښيي چې دغې دندې ته غوره کول یې په افغانستان کې د داعش په څېر ډلو سره پر مبارزه تمرکز دی.
د امریکايي ځواکونو لپاره د نوي قومندان ګومارل په داسې مهال دي چې له طالبانو سره مبارزه کې د امریکايي ځواکونو د چارو پایلې له څو وروستیو کلونو راهیسې له نیوکو سره مخ دي.
۲۰۰۱ کال پر افغانستان د امریکا په مشرۍ له ماموریت راهیسې ۲۴۰۰ امریکايي ځواکونه وژل شوي دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments