امریکا د افغانستان لپاره ګټوره تګلاره نه لري

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د ملیټري په نوم یوې امریکایي ورځپاڼې لیکلي، امریکا په افغانستان کې څو مهمې تېروتنې وکړې، چې هر اړخیزه تګلاره یې نه درلوده، مرکزي حکومت یې کمزوری پرېښود، طالبان یې بیا یو ځای کېدو ته پرېښودل او د نشه يي توکو پر وړاندې یې مبارزه ناکامه وه.
ملیټري ټایمز دغه تېروتنې په افریقا کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو د پخواني قوماندان جنرال ډونالډ بولداک له قوله لیکلي دي.
ورځپاڼې لیکلي، په ټوله کې لویه نیمګړتیا د افغانستان لپاره د یوې هر اړخیزې ستراتیژۍ نشتوالی دی.
ورځپاڼې د جنرال ډونالډ بولداک له قوله ویلي، یوه تېروتنه دا وه چې امریکا باید خپل ځواکونه هرې خوا نه وای تیت کړي او د سیمه ییزو ځواکونو او ادارو د پياوړي کولو پر ځای یې باید د مرکزي حکومت پياوړي کولو ته ملا تړلې وای.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments