امریکا د افغانانو په مشرۍ د سولې د خبرو ملاتړ کوي

comments 0

3 Views

هندوکش – کابل: امریکا یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغان حکومت په مشرۍ د سولې پروسې ملاتړ کوي.
د امریکا لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ له جمهور رییس غني سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د اعلان شوې ستراتیژۍ په عملي کولو کې جدي دی.
دغه امریکايي پوځي چارواکی ډاډ وښود چې هېواد به یې د افغان ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي.
په لیدنه کې اجرایه رییس عبدالله عبدالله د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا ستراتیژي بریالۍ وبلله او په عملي کولو کې یې د سیمې د هېوادونو د همکارۍ غوښتنه وکړه
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments