امریکا: د اسرائیلو او اماراتو وروستی تړون تاریخي بریا بللې

comments 0

9 Views

هندوکش ــ اسرائیل: د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ستر سلاکار جرېد کوشنر د اسرائیلو او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سولې وروستی تړون یوه تاریخي بریا بللې ده.
کوشنر پرون په اسرائیلو کې له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره د لیدنې پر مهال د دغه تړون په اړه خبرې کړي.
اسرائیل او متحده عربي اماراتو د اګسټ په ۱۳مه د سولې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې د دواړو هېوادونو ډیپلوماتيکې اړیکې پيل شوې او په سوداګرۍ او تګ راتګ کې یو بل ته ژمنې ورکړل شوې.
د امریکا د ولسمشر ستر سلاکار ښاغلي کوشنر پرون وویل چې اوس نورو عربي هېوادونو ته هم د ورته اقدام موقع برابره شوې ده.
تمه ده نن له اسرائیلو څخه متحده عربي اماراتو ته لومړنۍ سوداګريزه الوتنه ترسره شي.
عزت تبیان

Share this page to Telegram

Comments