امریکا دې افغانستان یوازې نه پرېږدي: قریشي

comments 0

5121 Views

هندوکش ـ امریکا: د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ویلي، امریکا باید له افغانستانه د سرتېرو تر اېستلو وروسته هم هغه هېواد ته ژمنه پاتې شي.
دا خبره شاه محمود قریشي بېګا په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو په مرکز کې یوې غونډې ته په وینا کې کړې.
قریشي خبرداری ورکړ چې واشنګټن باید افغانستان هغسې له پامه ونه غورځوي لکه په ۱۹۸۹ز کال کې یې چې د پخواني شوروي اتحاد پوځیانو تر وتلو وروسته غورځولی وو.
ده وویل،”د ۱۹۸۰ز لسیزې کارونه مه تکراروئ.”
د قریشي په خبره، که له طالبانو سره “موافقه بریالۍ هم شي، چیلېنجونه به موجود وي.”
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې همدا لامل دی چې امریکا باید په افغانستان کې د جګړې لپاره نه بلکې د هغه هېواد د بیاودانۍ لپاره حضور ولري.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments