امریکا دوژل شويو سرتیرو معلومات رسنیز کړل

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: پنټاکون وایی چې په کندهار کې په یوه داخلي برید کې دوه امریکاي عسکر۲۴ کلن مایکل نانس او ۲۰ کلن برنډون کیسچروژل شوي دي.
د پنټا کون په وینا یاد کسان پیاوړي نظامیان بللي او ددوی له کورنیو سره یې خپله همدردي شریکه کړې ده.
پنټاکون دغه راز ویلي، چې دوی پر پېښه خواشیني دي خو دغه ډول پېښې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره ددوی روانه مبارزه نه شي زیانمنولی. امریکايي ځواکونو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنه او ملاتړ پر غاړه لري.
دوی په ډېری عملیاتو کې هم برخه اخلي او په هوایي برخه کې د افغان پوځ ملاتړي دي. روان کال تر دې دمه ۱۴ امریکایي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments