امریکا جواد ظریف ته ویزه ورنه کړه

comments 0

137 Views

هندوکش – امریکا: د رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې وه چې جواد ظریف راتلونکې اونۍ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ګډون وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت امنیت شورا ته ویلي چې دوی جواد ظریف ته د امریکا وېزه نه ورکوي.
امریکا همدا راز پر نورو ایرانیانو هم محدودیتونه وضع کړي دي او د وېزې ورکړه یې سخته کړې ده. بل پلو رسنۍ وایي چې تر تازه تحولاتو وروسته په امریکا کې د سپینې ماڼۍ، کانګرس، پنټاګون او نورو مهمو دولتي ادارو شاوخوا امنیتي تدابیر خورا سخت شوي دي.
دامریکا او ایران ترمنځ شخړي پخوا هم وی خو د سلیماني د وژل کیدو نه وروسته د دواړوهیوادو ترمنځ تاو تریخوالی زیاد شوی دي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments