امریکا بیا له پاکستان غوښتي چې ترهګر له منځه یوسي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن چې اسلام اباد ته تللی، هلته یې یو ځل بیا له پاکستاني چارواکو غوښتي چې له ترهګرۍ سره رښتنې مبارزه کولای شي، امریکا قانع کړي.
ټیلرسن په ډاګه ویلي چې پاکستان کې د ترهګرو پټنځایونه دي او دا هېواد کولای شي د پټنځایونو په له منځه وړلو سره د سیمې هېوادونه او امریکا ته قناعت ورکړي.
له پاکستان بیا غوښتل شوي چې د امریکا نوې تګلارې سره سم د ترهګرو ضد عملي ګامونه پورته شي او که دا کار و نه شو، ممکن پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لیست کې شامل شي.
د پاکستاني وزیراعظم شاهد خاقان عباسي ریکس ټېلرسن ته ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې ته ژمن دی ، په دې اړه یې بریالي ګامونه پورته کړي او له امریکا سره د ښو اړیکو په تمه دی.
خو ټیلرسن ویلي چې امریکا دې د افغانستان د بې ثباته کولو لپاره د ترهګرو ډلو له ملاتړ لاس واخلي او په دې برخه کې واضح دریځ او جدي اقدامات وکړي
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *