امریکا بیا له طالبانو سره خبرې کوي

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: د طالبانو او امریکا تر منځ په قطر کې خبرې به بیا هم ترسره شي.
د طالبانو د وخت د مالیې وزیر، معتصم اغا جان رسنیو ته ویلي، طالبانو او امریکايي چارواکو په قطر کې مخامخ خبرې کړي او دغه لیده کاته به راتلونکي کې هم وشي.
اغا جان ویلي، خبرې اترې یې په ټيته کچه وې او په تدریجي توګه به لوړې کچې ته ورسېږي او دغه دوه اړخیزې خبرې به تر هغې دوام وکړي، څو دواړه لوري یوې موافقې ته رسېږي.
له دې سره په قطر کې د طالبانو استازي بیا دغه څرګندونې رد کړي او ویلي یې دي چې په مناسب وخت کې به له رسنیو سره خبرې وکړي.
تر دې د مخه داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګنې د جنوبي او مرکزۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس وېلس له طالب چارواکو سره په قطر کې لیدلي او خبرې کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments