امریکا: ایران څارو تر څو د افغانستان سوله خرابه نکړي

comments 0

12 Views

هندوکش ــ امریکا: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د امریکا ولسي جرګه کې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د پوښتنو او ځوابونو ناسته کې وویل،‌ پر ایران یې نظر ډېر دی چې افغانستان کې د سولې هڅې ګډوډې نه کړي.
ددې هوکړې په لاسلیکېدو به،‌ د بین الافغاني خبرو لپاره هم زمینه برابره شي.
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ سرچینې وايي، یو شپږ کسیز پلاوی یې له طالبانو سره د لومړنیو خبرو لپاره دوحې ته استولی دی.
امریکايي سرچینې وايي، که اورکم بیا هم دوام وکړي، په لومړي ګام کې به کابو ۴ زره امریکايي سرتېري له افغانستانه ووځي.
په دې سره به په افغانستان کې د مېشو امریکايي ځواکونو ۸۶۰۰ شمېر راکم شي.
لمر اشنا

Share this page to Telegram

Comments