امریکا ایران د القاعده نوی مرکز بولي، خو تهران دا تور ردوي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ امریکا: امریکا افغانستان کې د خپلې اوږدې جګړې د پای ته رسولو له هڅو سره هم مهاله د دغه هېواد ګاونډ کې ایران د القاعده ډلې تر ټول مهم او خوندي مرکز یاد کړی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو- چې یواځې اونۍ ېې د کاري دورې پاتې ده- وايي د القاعده غړي اوس د افغانستان د غرونو پرځای د ایران د حکومت تر څار لاندې پلازمېنه تهران کې خوندي پټنځي لري:
“دا ویل غواړم چې ایران د القاعده د اصلي جعرافیايي مرکز په توګه په حقیقت کې نوی افغانستان دی، بلکې تر هغه هم بدتر.”
نوموړي د کومو سندودونو له ښکارولو پرته زیاته کړه: “القاعده د پایېدلو نوی مېشت ځای لري او هغه د ایران اسلامي جمهوریت دی، په پایله کې به د بن لادن ډله مټوره او ځواکمنه شي. موږ د القاعدې ډلې او ایران ګواښ نا ګڼلی پریښی ، موږ باید دا ومنو ، باید ورسره مقابله وکړو او په اصل کې ماتې ورکړو”.
پمپیو وویل داسې شواهد هم شته چې د سپټمبر د ۱۱ نیټې پېښو کې له القاعده سره د ایران د مرستې له شونتیا پرده پورته کوي داسې چې په ۲۰۰۰ کال کې ځېنې سفرونه شوي چې ایران ورته پاسپورتونه او د سفر اړتیاوې ور پوره کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر له څرګندونو ګړۍ وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف پر ټویټر د خپل امریکايي سیال اداعاوې بې بنسټه یادې کړې او هغه ېې درواغجن او چلي وباله.
ظریف لیکلي:” اوس خلک نه تېروځي هغه کسان چې د سپتمبر د ۱۱ برید ېې کړی منځني ختیځ کې د پمپیو د خوښې هیوادونو وګړي و نه ایرانیان”.
د سپټمبر ۱۱ مرګونو بریدونو ډېری عوامل د سعودي وګړي وو.
تر دې مخکې رویټرز خبري اژنس ویلي و چې ښاغلی پمپیو به نننۍ وینا کې له ډلبندۍ د وتلو تازه سندونو له مخې ایران د القاعده په ملاتړ تورن کړي.
تهران او واشنګټن په نانداریو کې تازه خبره همدا ده چې امریکا ډانګپيلې ډول ایران د القاعدې کور او ځالګۍ بولي.
امریکايي وزیر په رسمي توګه ومنله چې د القاعده د نړیوالې څانګې د دویم پوړ مشر محمد احمد المصري په تیر دوبي کې ایران کې ووژل شو.
هغه له خپلې لور مریم سره په موټر کې روان و چې تهران کې ترور شو. وروسته رپوټونه خپاره شول چې نوموړی د امریکا او اسرييلو په ګډ پلان وژل شوی.
المصري پر ۱۹۹۸ افریقا کې د امریکا سفارت باندې برید کې ښکېل پېژندل کېده.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اعلان کړه چې ۷ میلیونه ډالره به د القاعده د دوو مشرانو محمد ابتي چې په سلطان المغربي مشهور دی او یوسف حسن العارف د نیولو او موندلو لپاره د جایزې په توګه ورکړي چې باور کیږي ایران کې ژوند کوي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments