امریکا او طالبان خبرو ته دوام ورکوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ امریکا: راتلونکې میاشت به امریکا او طالبان د دویم ځل لپاره په خپلو کې مذاکرات وکړي.
د راپورونو پر بنسټ امریکایي چارواکو په قطر کې د طالبانو له استازو غوښتي چې په لوی اختر کې اوږدمهالی اوربند اعلان کړي.
په راپور کې ویل شوي چې طالبانو د اوربند اعلانولو مقابل کې له امریکا غوښتي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش دې مالوم کړي، په قطر کې دې د طالبانو سیاسي دفتر په رسمیت وپېژندل شي او د ملګرو ملتونو له تور لېست څخه دې د طالبانو د مشرانو نومونه لرې کړي.
د مالوماتو له مخې، دا چې د دواړو لوریو مذاکره کوونکو د پرېکړې کولو صلاحیت نه درلود، نو کوم ځانګړی پرمختګ نه دی شوی او یوازې د خبرو پر دوام هوکړه شوې.
تېره ورځ د ارګ ویاند هارون چخانسوري ویلي و چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې د سولې نقشه ده او له دې لارې به د سولې پروسې ته ننوځي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments