امریکا او طالبان به نن د افغان سولې اووم پړاو خبرې پیل کړي

comments 0

2122 Views

هندوکش – امریکا: د امریکایي رسنیو په لیکنه، ټاکل شوې نن په قطر کې د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ اووم پړاو خبرې پیل شي.
طالبانو ته نږدې کسان وايي اووم پړاو خبرې د روانې جګړې لپاره برخلیک ټاکوونکي دي او دواړه لوري به پر نورو مواردو سربېره د راتلونکي حکومت پرڅرنګوالي هم بحث وکړي.
که څه هم د دې پړاو مذاکراتو له پیل وړاندې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ویلي وو چې امریکا منلې له افغانستان څخه به ځواکونه وباسي، خو زلمي خلیلزاد ویلي د ځواکونو د وتلو لپاره نه بلکې د سولې د یوه همه شموله توافق لپاره مذاکره کوي.
زلمي خلیلزاد ویلي، د بهرنیو ځواکونو وتل، ترهګرۍ پرضد مبارزه، اوربند او بین الافغاني مذاکرات هغه څلور موارد دي چې باید یوځای پرې توافق وشي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments