امریکا او روسیې د اټومي وسلو د مخنیوي له هوکړې ووتل

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکايې رسنیو په سرټکو کې راغلي چې، امریکا له روسیې د وسلو زېرمه کولو یوې نوې سیالۍ پيلېدو وېره ډېره شوې ده.
د رسنیو په لیکنه، د منځني واټن اټومي وسلو دغه هوکړه په۱۹۸۷ کال کې د امریکا د هغه مهال ولسمشر رونالډ ریګن او د شوروي ولسمشر میخایل ګورباچوف لاسلیک کړې وه.
د سږ کال په لومړیو کې امریکا او ناټو پر روسیې د نویو کروز توغندیو ځای پر ځای کولو تور پورې کړ خو مسکو دغه تورونه هغه مهال رد کړي وو.
بل لور ته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره شوې اعلامیه کې تایید کړې چې ای این ایف نومې دغه هوکړه، رسماً له منځه تللې ده.
له دې مخکې د سږ کال په فبرورۍ میاشت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی و، که روسیه يې و نه مني هم، امریکا به د اګست پر دویمه نېټه له دې هوکړې ووځي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments