امریکا او ایران ترمنځ کرکیچ جواد ظریف بغداد ته ورساوه

comments 0

2 Views

هندوکش – ایران: ظریف په‌داسې وخت کې له عراقي چارواکو سره د خبرو لپاره بغداد ته ځي چې د امریکا او ایران ترمنځ کړکېچ تر هر بل وخت زیات شوی دی.
د ایران د رسمي خبري اژانس، اېرنا په حواله، ظریف به بغداد ته په دوه ورځني سفر کې د عراق د بهرنیو چارو له وزیر، ولسمشر او صدراعظم سره وګوري.
د عراق د بهرنیو چارووزارت یوه ویاند ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د سیمې پر حالاتو خبرې او د ستونزو د حل لپاره د ګډ نظر د موندلو هڅې وکړي.
بغداد ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ترتګ یوه ورځ مخکې، د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر وویل چې منځني ختيځ ته نور ۱۵۰۰ پوځیان استوي.
د ټرمپ تردې اعلان، څو ساعته وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د ایران د تشدد د مخنیوي لپاره به پر سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او اردن د ۸ اعشاریه ۱ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت وسلې خرڅې کړي.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments