امریکا افغان ژباړونکو ته ویزې منظور کړې

comments 0

3 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا حکومت هغو افغانانو ته چې له امریکايي ځواکونو سره یې د ژباړوونکو په توګه دندې تر سره کړي درې نیم زره ویزې منظوري کړي دي.
د امریکا د نیو همپشائر ایالت دیموکرات جین شاهین سناتور د څلور زره ویزو وړاندیز کړی خو تر اوسه درې زره پنځه سوه ویزې منظور کړي دي.
شاهین وویل چې افغانانو ته د نورو ویزو ورکول مسله ډیره مهمه ده ځکه چې د امریکا ولسمشر تیر کال افغانستان ته د نورو عسکرو د لیږلو اعلان وکړ.
شاهین په روان کال کې د افغانانو لپاره ٣٥٠٠ ویزو ترلاسه کولو کې کامیابه شویدی، د هغه سره په دغه کار کې جمهوري غوښتونکی سناتور جان مکین هم مرسته کوي.
د رپورټونو په اساس اوس هم په افغانستان کې د لسو زرو پورې ژباړوونکي شته چې د امریکایي قواوو سره یې مرسته کړیده.
فکورنعیمی

Share this page to Telegram

Comments