امریکا: افغان ځواکونو پرمختګ کړی

comments 0

163 Views

هندوکش – کابل: افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویلي چې افغان ځواکونو له تمې سره سم پرمختګونه کړي دي.
د غوڅ ملاتړ ماموریت د پلانونو قومندان جنرال میشل فینزل د افغان حکومت پوځي طرحې وستایلې او ویلي یې دي چې افغان پوځ کې د ځوانانو د شمېر ګډون به د پوځ په پیاوړتیا کې اغېزمن رول ولوبوي.
نوموړي ډاډ وښود چې افغان حکومت تر اوسه د مرستندویو هېوادونو له تمې سره سم پرمختګونه کړي چې دغه هېوادونه یې لا ډېرو مرستو ته لیواله کړي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments