امریکا: افغانستان کې ماموریت به له پلان سره سم وي

comments 0

3032 Views

هندوکش – کابل: افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ماموریت به له پلان سره سم دوام وکړي.
د امریکا د ټولو ځواکونو لوی درستیز جوزف ډانفورډ تیره ورځ کابل ته نېږدې په یوه پوځي اډه کې خپلو سرتېرو ته ویلي، د افغانستان ماموریت به له پلان سره سم دوام وکړي.
ډانفورډ خپلو پوځیانو ته ویلي، بېلا بېلې اوازې خپریږي، خو هغه ماموریت چې تاسو یې نن لرئ کټ مټ هماغه ماموریت دی چې تیره ورځ مو درلود.
هغه امریکایي ځواکونو ته ویلي، دمګړۍ تاسو امریکايي سرتیري یاست، تاسو یو ماموریت لرئ او هغه ماموریت ته دوام ورکړئ.
ډانفورډ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو سره، د سرتېرو لپاره د کریسمیس په مناسبت په یو لړ تفریحي مراسمو کې کتلي دي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments