امریکا اته بهرني وګړي انترنتي جعل کاریو په تور نیولي دي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا عدلیه وزارت نه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د امریکا عدلیې وزارت په شپږو روسانو او دوو قزاقانو تور پورې کړی چې په انټرنټي جعل‌کاریو او غلاوو کې لاس لري.
عدلیې وزارت پرون په یوه بیان کې ویلي، دغه کسان ښایي د هغو انلاین جعلي اعلانونو تر شا لاس ولري چې له امله‌یې ځینو کمپنیو ته په میلیونونه ډالره تاوان رسېدلی.
د بیان له مخې له نیول شویو نه دوو کسانو له ۲۰۱۵ میلادي کاله د جعلي اعلانونو یوه شبکه فعاله کړې وه چې ځینو کمپنیو ته‌یې تر ۲۹ میلیونو ډالرو زیات تاوان اړولی دی.
له تورنو شویو اتو کسانو یوازې درې تنه تر اوسه نیول شوي دي.
د امریکا د فدرال تحقیقاتو ادارې مرستیال ویلیام سوینسي ویلي، پر دغو کسانو شک دی چې جعلي انټرنټي اعلانونه‌یې جوړ کړي، د کمپنیو د اغوا کولو نیت‌یې درلود او دا کار په سیستم باندې هم د کمپنیو او هم د مشتریانو باور زیانمنوي.
د امریکا متحده ایالاتو تر دې مخکې هم په پنځو روسي کمپنیو او درېیو روسي اتباعو بندیزونه لګولي او ویلي یې دي چې د روسیې په خاطر یې انټرنټي جعل‌کارۍ او ناقانونه فعالیتونه یا هکېنګ کاوه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments