امریکا ابوبکر البغدادي یوځل بیا ووژه

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: امریکايي ځواکونو په سوریه کې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي پر وړاندې عملیات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاند امریکایي ځواکونو سو ځلي ادعا کړې چې ابو بکر الغدادي یې له منځه وړې دې.
سپينې ماڼۍ ویلي ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په راتلونکو ساعتونو کې په دې اړه بیانیه خپره کړي.
تر دې وړاندې ټرمپ په یوه واړه ټوېټ کې ویلي، یو لوی څه به پېښ شي، خو نور جزیات یې نه دي خپاره کړي.
امریکايي رسنیو د نامعلومو سرچينو له قوله ویلي چې ددې هېواد ځواکونو د سوریې په شمال کې د داعش مشر ابوبکر البغدادي د عملیاتو پرمهال په نښه کړی دی.
نیوزویک د یوه امریکايي چارواکي له قوله ویلي، دغه پوځي عملیات ځانګړو ځواکونو تر باوري معلوماتو وروسته پيل کړي دي. ځينو نورو امریکايي چارواکو هم عملیات تایید کړي خو د البغدادي مرګ يې نه دی تایید کړی.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments