امریکایی شنونکي: له افغانستانه د ټولو سرتیرو ویستل ستراتیژیکه تیروتنه ده

comments 0

83 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا وروستي اقدامات ښایي په افغانستان کې د کورنۍ جګړې سبب شي.
په افغانستان کې د امریکا د سفارت یوه پخواني مرستیال ارل انټوني وین ویلي، په دې حساسو شرایطو کې د ټرمپ له لوري د ټولو سرتېرو پر ایستلو ټینګار یوه ستراتيژیکه تېروتنه ده.
دده په خبره د امریکايي ځواکونو حضور به ددې سبب شي چې طالبان د سولې پر هوکړه عمل وکړي او دغه راز به ترهګرې ډلې په بشپړه توګه له منځه یوړل شي.
دده په خبره د ټرمپ او امریکايي چارواکو اوسني بېړني اقدامات کولی شي په افغانستان کې د بېلو لورو ترمنځ کورنۍ جګړې ته لار هواره کړي.
وین ویلي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور، سولې او سیاسي وضعیت په اړه باید دقیقې ارزونې وشي ځکه په دې برخه کې بېړه او تېروتنه نه جبرانېدونکي زیانونه اړولی شي.
هغه هیله څرګنده کړې چې افغان سیاسیون په خپلو کې شته ستونزې حل کړی شي او د سولې پروسه پایلې ته ورسېږي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments