امریکایي چارواکي: د امریکا تازه بندیزونه به ایران له اقتصادي ناورین سره مخ کړي

comments 0

68 Views

هندوکش – مریکا: د امریکا د استخباراتي ادارې پخواني مشر ډیویډ پیټریوس تېره ورځ له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې په ایران باندې د امریکا تازه بندیزونه به دغه هېواد له اقتصادي ناورین سره مخ کړي.
پیټریوس ویلي که د ایران او امریکا ترمنځ رامنځته شوی کړکېچ حل نشي. دواړه لوري به ډیر زیانونه وویني.
د ایران او امریکا اړیکې له هغه وروسته خرابې شوې دي چې ټرمپ د ایران سره د پخواني ولسمشر اوباما د وخت د اټومي وسلو د تړون نه ووت او په ایران یې تور ولگاوه چې ایران د دغه تړون شرایطو ته درناوی نه کاوه.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments