امریکایي لوړ پوړي چارواکي افغانستان کې ټاکنې او اصلاحات مهم بللي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: سپینې ماڼۍ نه په خپور شوي خبرپاڼه کې راغلي چې تیره ورځ د امریکې ولسمشر مرستیال مایک پنس داکتر عبدالله سره لیدنې پر مهال ویلي چې افغانستان کې ثبات لپاره اصلاحات راوستل مهم دي.
نوموړي دغې لیدنې کې ویلي چې، د افغانستان امنیت لپاره د افغان امنیتي ځواکونو سرښندنې د ستایلو وړ دي خو ټاکنو لپاره دې باید هڅې جاري وساتل شي.
د نوموړي په خبره، د اصلاحاتو دوام او په وخت د ټاکنو تر سره کېدل د افغانستان د ثبات لپاره مهم شیان دي.
د سپینې ماڼۍ د ویبپاڼې د خبر له مخې، مایک پینس او ډاکتر عبدالله د افغانستان پر سیاسي حالاتو خبرې وکړې او دوی د جنوبي اسیا لپاره د ولسمشر ټرمپ وروستۍ ستراتيژي هم ګټوره بللې ده.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *