امریکایي جنرال: روسیه طالبانو ته وسلې او ملي لګښتونه برابروي

comments 0

118 Views

هندوکش ـ امریکا: په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګې لاوروف سره روغبړ کوي.
د امریکا یو جګپوړی جنرال وايي، چې روسیه په افغانستان کې طالبانو ته وسلې او ملي لګښتونو په برخه کې همکاري کوي او موږ داسې پور شواهد ندې ترلاسه کړي، چې ښکاره کړو،روسیه دا همکاري طالبانو د امریکايي عسکرو وژلو لپاره ورکولې.
امریکا لوی درستیزانو د کمیټې مشر، جنرال مارک میلي دغه څرګندونې د کانګریس غړیو ته د پنجشنبې په ورځ جولاۍ نهه په یوې محرمې غونډې کې کړي دي.
جنرال مارک میلي او د دفاع وزیر ماکر اسپر د کانګریس غړیو ته ویلي چې امریکا لا هم پدې هکله معلومات راټولوي چې آیا روسیې په ریښتیا طالبانو سره د امریکایي عسکرو د وژلو په خاطر همکاري کوله که نه.
مارک ویلي د ګانګریس غړیو ته وویل، که معلومه شي چې روسیې په امریکایي عسکرو د بریدونو لپاره طالبانو ته پیسې ورکولې، دا به ښه پایله ونه نلري.
څو ورځې مخکې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا د ځینو استخباراتي چارواکو له خولې، چې نومونه یې اخیستل شوي نه وو، راپور ورکړی و چې روسیې طالبانو ته د امریکايي ځواکونو د وژلو په بدل کې انعام وړاندې کړی و او دا موضوع د فبروري په میاشت کې له جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ سره هم شریکه شوې وه.
خو سپینه ماڼۍ ښاغلي ټرمپ ته د دغو معلوماتو له ورکولو انکار کوي او وايي دغه استخباراتي معلومات په بشپړ ډول تائید شوي نه وو چې جمهور رئیس ته ورکړل شوي وای.
د امریکا د پوځ یو متقاعد جنرال جان نکلسن چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د امریکایي ځواکونو قوماندان و هم ویلي چې روسیې پخوا طالبانو ته وسلې ، تجهیزات او ملې لګښتونه برابرول خو جنرال نکلسن وایي، روسیې دا کار په خورا احتیاط کاوه او نه یې غوښتل چې د جګړې بدلوونکي نقش ادا کړي.
مسکو او طالبانو دا خبره رد کړې ده، چې روسیې طالبانو ته د امریکايي عسکرو د وژلو لپاره پېسې او جایزې ورکولې.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments