امریکايې رسنۍ: د اداري فساد پر وړاندې د افغان حکومت مبارزه ګړندۍ شوې ده

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: واشنګټن پوسټ لیکي، چې له فساد سره د افغان حکومت مبارزه پیاوړې شوې ده.
په یوه ځانګړي ریپورت کې راغلي چې: وروستیو کې یو شمېر افغان لوړپوړي چارواکي چې پخوا د ورځپاڼې په وینا چا لاس نه شو ور وړلی، محاکمه شوي او سزا ور کړل شوې ده.
دغه ورځپاڼه زیاتوي چې، پرلوی څارنوال که څه هم نیوکې کېږي او تر ټولو لویه نیوکه پرې دا ده چې زورواکان د قانون منګولو ته نه شي سپارلی خو بیا هم لویه څارنوالې د لورپورو چارواکو په قضیه کې سختې پړیکرې ترسره کوي.
ورځپاڼې د بیلګې په توګه د افغان ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یادونه کړې چې کله جنرال دوستم لویې څارنوالۍ ته ور وغوښتل شو، ترکیې ته لاړ او تر دې دمه هلته دی.
یاده دې وي چې د فساد پر وړاندې عدلي او قضايي مرکز کې تر اوسه ۱۰۹۷ قضيې څېړل شوې، ۴۶۸ کسان بند ته لېږل شوي او کابو ۱۴ میلیونه ډالر بېرته د افغان دولت بودیجې ته ګرځول شوي دي.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *