امریکايي چارواکۍ: امریکا له افغانستان سره د شوي امنیتي تړون پلي کېدو ته ژمن دې

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا د متحده ایالاتو نظامي چارواکي وایي چې هېواد یې له افغانستان سره د شوي امنیتي تړون بشپړ پلي کېدو ته ژمن دی او ټوله هڅه یې دا ده چې په دې تړون کې شته موارد په بشپړه توګه پلي کړي.
یادې څرګندونې د امریکا د نظامي اتشې سرپرستې مریسا مورنډ د پالیسي او ستراتیژي په برخه کې د افغانستان د دفاع وزارت له مرستیال سره په لیدنه کې کړې دي. هغې له افغانستان سره د خپل هېواد او نړیوالي ټولنې پر دوامداره ملاتړ ټینګار کړی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی به د ښوونې او روزنې، د ملي امنیتي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا او نورو برخو کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي او پرې به نه ږدي چې دا خاوره یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو په امن پټنځای بدله شي.
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments