امریکايي ځواکونه د ملګروملتونو پر وروستي راپور نیوکې وکړې

comments 0

45 Views

هندوکش – کابل: په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړ.
د سرچینې په خبره امریکايي ځواکونه په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د خوندیتا
لپاره خورا احتیاط کوي او د یوناما راپور بې اساسه دی.
د امریکایي ځواکونو مطبوعاتي دفتر ددغه راپور د چمتو کولو، څېړنې او ارزونې لارې چارې ناسمې بللې دي او په خبره یې دوی په خپلو جګړه ییزو ماموریتونو کې له پوره دقت کار اخلي.
ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي وو، چې د امریکا په هوایي بریدونو کې تر ډېره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي او دا یو بشري جنایت دی.
خو امریکایي ځواکونه بیا وایي دوی طالبان، ددوی ملاتړي، ترهګرې ډلې، د نشه يي توکو فابریکې او هره هغه مالي منبع په نښه کوي چې ترهګرې مالي امکانات ترې ترلاسه کوي.
دادي منلو ده چي امریکا یان د دښمن ځالي په نښه کوي خو د دي ترڅنک ملکیانوته يي هم مرک ژوبله اړه ولي ده او د دي نه سترکي پټه ولي نشو او امریکا دي هم دا ومني چي ملکیان يي په نښه کړي دي.
دامریکا پوځیانو د افغانستان په کوډ کوډ کي په خپلوعملیاتوکي ملکیانوته مرک ژوبله اړه ولي ده او دا هغه تریخ حقیقت دي چي مونږترینه سترکي نشوپټه ولي
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments