امریکا، پر پاکستان دوه مخې چلند له امله نظامي مرستې کمې کړې دي

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا پارلمان استازي پر پاکستان تور پورې کړې چې د افغان حکومت پر وړاندې د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي.
د امریکا پارلمان د ۲۰۱۸ کال دفاعي او امنیتې بودیجه تصویبه کړې چې دې تصویب شوي بودیجې پر بنست له پاکستان سره په نظامي مرستو کې کموالې راغلې دې.
د امریکا پارلمان استازي په دې باور دي چې پاکستان د حقاني شبکې او طالبانو پر وړاندې اړین ګامونه نه دي اخیستي او تر دې وروسته به له پاکستان سره د امریکا مرستې په همدې مسله پورې مشروطې وي.
رسنیو نه په خپور شوې خبرونو کې راغلي چې امریکا د ۲۰۱۸ میلادي کال لپاره ۲۹۶ میلیارده ډالر دفاعي بودیجه ځانګړې کړې ده، چې د اوباما د حکومت پر پرتله درې برابره زیاتوالی ښيي. دغه زیاتوالی د ټرمپ په غوښتنه راغلی دی. خو په دې بودیجه کې له پاکستان سره په مرستو کې کموالی راغلی دی.
تدپو امریکايي سناتور وايي، پاکستان تل له امریکا سره دوه مخی چلند کړی دی او د ترهګرو ملاتړ کوي. هغه زیاته کړې، چې که پاکستان د امریکا متحد وای نو اسامه بن لادن به یې کلونه مخکې امریکا ته سپارلی و ان هغه وخت چې لا د سپتامبر پېښې نه وې شوې.
نوموړي زیاته کړه چې د امریکا حکومت ته په کار ده، چې پاکستان اړ کړي، څو د طالبانو او حقاني شبکې له ملاتړه لاس واخلي او ددوی پتنځایونه له منځه یوسې.
فکور نعیمی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply