امریکا، روسیې، چین او پاکستان د افغانستان پر سوله خبرې کړي

comments 0

3 Views

هندوکش ــ کابل: د روسیې تاس اژانس خبر ورکوي چې د دغو بندیانو د تبادلې پر مسئلې د چهارشنبې په ورځ د روسیې، د امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان استازو د وېډيو کنفرانس له لارې خبرې کړي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف تاس اژانس ته وویل چې زموږ د خبرو نتیجه دا شوه چې د کابل او طالبانو ترمنځ به د بندیانو د تبادلې د پروسې د سرعت لپاره هڅې کوو.
کابلوف زیاته کړه چې تر اوسه دا بهیر تر هغه ورو روان دی چې تمه‌یې کېده، خو بیا هم ادامه لري او اوس دې ته اړتیا شته چې نور ګامونه واخیستل شي.
په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د روسیې، چین او متحده ایالاتو ځانګړو استازو برخه اخیستې وه او د پاکستان په استازیتوب د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ګډون کړی و.
خو ملګرو ملتونو په خپل کلني راپور کې چې روانه اوونۍ یې خپور کړ تور پورې کړ چې طالبانو له القاعده شبکې سره په افغانستان کې روابط نه‌دي قطع کړي. د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوي چې په زرګونه پاکستانیان په افغانستان کې د طالبانو ترڅنګ جنګېږي.
په دې راپور کې راغلي چې له ۶،۰۰۰ تر ۶،۵۰۰ پورې پاکستانیان چې د لشکر طیبه، لشکر جنګوي او تحریک طالبان پاکستان غړي دي په افغانستان کې جنګېږي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments