امرالله صالح: طالبان له ۹ میاشتو راهیسې هلمند کې برید ته تیارېدل

comments 0

4 Views

هندوکش ــ کابل: د افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د جمعې په ورځ( د اکټوبر ۱۶) وویل، وسلوال طالبان هلمند کې له نهو میاشتو راهیسې پراخ برید ته تیارېدل.
نوموړي زیاته کړه: “۹ میاشتې یې چمتووالی نیولی و، څو پر هلمند خپله خونړۍ، شرموونکې او ورانوونکې حمله وکړې، بې له ماتې، چپاول او د مظلومو خلکو له بې‌ځایه کېدو پرته یې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده، زه د تېر په څېر یو ځل بیا د دې ډلې په فکر، جګړې او جوړښت نفرت وایم. ”
د جنرال عبدالرازق د وژل کېدو د دویم تلین په مناسبت دې جوړ شویو مراسمو کې د جمهور ريیس غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم پر هلمند د طالبانو برید ته په غبرګون کې وویل، سوله له هغو کسانو سره امکان لري چې خپلواکي ولري.
پر طالبانو د افغان حکومت د لوړ پوړو چارواکو نیوکې داسې مهال مطرح کېږي چې دې ډلې په وروستیو کې جګړې ته زور ورکړی.
ښاغلي صالح پرون د کندهار د پخواني امنیه قومندان جنرال عبدالرازق د دویم تلین غونډه کې دا خبره وکړه چې د کابل لویې جرګې خېمه کې جوړه شوې وه.
د امرالله صالح په خبره، وسلوال طالبان د زرګونو خلکو له بې ځایه کولو پرته بله لاسه راوړنه نه لري:
“که طالب د هلمند بچی دی ولې د هلمند خلک ترې تښتي ولې د دوی له ظلم کرکه لري.”
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments