امرالله صالح د کابل امنیت د څو اونیو لپاره په غاړه واخیست

comments 0

7 Views

هندوکش ـ کابل: امرالله صالح په یو ټويټ کې ویلي، چې سر له نن نه د څو اوونیو لپاره د پلازمینې کابل امنیتي چارې مستقیماً په خپله مخته وړي.
د افغانستان د جمهور رییس لومړي مرستیال ښاغلي صالح دا خبره بیګا ناوخته په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي.
د کابل اوسېدونکي شکایت کوي چې وسلوالې غلاوې او شوکونې زیاتې شوي او په خلکو یې ژوند تنګ کړی.
ښاغلي صالح ویلي، خلک دې ډاډه وي چې د ده په خبره د غلو، اوباشانو، قانون ماتوونکو، مجرمینو او د ځمکو د غاصبینو لېست مخکې له مخکې جوړ شوی او دی په هیچا ترحم نه کوي.
دا څو وروستۍ ورځې د کورنیو چارو وزارت هم هره ورځ د لسګونه هغو کسانو د نیولو خبر ورکوي چې خلک لوټي.
عبید رادپور

Share this page to Telegram

Comments