اماراتو پر کامیر هوایي شرکت بنډیز ولګاو

comments 0

0 Views

هندوکش – کابل: په کابل کې د هوايي چلند اداره وايي متحده عربي امارات کام ایر الوتکې ته په خپل مرکزي هوايي ډګر کې د کښېناستو اجازه نه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې، په افغانستان کې هوايی شرکتونه د نورو هېوادونو پر وړاندې د پرانېستي فضا په سیاست نېوکې کوي وايي پرمختللو نړیوالو شرکتونو د دوی د پرمختګ او فعالې سوداګرۍ مخه ډب کړې ده.
د افغانستان د هوايي شرکتونو ټولنه وايي دا مهال د اماراتو هوايي شرکتونو بازار په لاس کې اخیستی چې د سیالۍ په دې ډګر کې يې د افغان شرکتونو پر فعالیت ناوړه اغېز کړی.
د دې ټولنې مشر فرید پیکار ویلي، د افغان حکومت د پرانیستي فضا سیاست چې ټولو شرکتونو ته د پرواز اجازه ورکوي د افغان هوايي شرکتونو رول کمرنګه کړی دی.
دی وايي که څه هم متحده عربي اماراتو له مودو وروسته کام ایر هوايي شرکت ته هغه هېواد ته د الوت اجازه ورکړي خو کام ایر الوتکې د هغه هېواد په مرکزي او ستر هوايي ډګر کې کېناستو ته نه پرېږدي
په ورته وخت کې د افغانستان د هوايي چلند ادراه وايي دوبۍ ته د افغاني هوايي شرکتونو الوتنې د تخنیکي ستونزو له کبله کمې شو ېدي. د دې ادارې مشر قاسم وفايي زاده وايي دا ستونزې د خبرداري تر کچې رسېدلي او متحده عربي اماراتو یو ځل بیا د افغان هوايي شرکتونو د ستونزو راپور دوی ته ورکړی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments