اماراتو او اسرائیلو تازه اړیکو ایران غوسه کړی

comments 0

5 Views

هندوکش ــ ایران: د ایران ولسمشر حسن روحاني له اسرائیل سره د اماراتو اړیکي عادي کول یوه لویه تېروتنه او له مسلمانانو سره خیانت بللی او د ایران لوی درستیز ګوت څنډنه کړې چې له دې وروسته به یې له اماراتو سره چلن بدل وي.
ولسمشر روحاني په یوه تلویزیوني وینا کې ویلي، متحده عربي اماراتو په دې کار سره چل کړی او د ده په وینا د اسرائیل لپاره په منځني ختیځ کې د پښې ځای پیدا کول به سختې پایلې ولري.
بل لور ته د ایران لوی درستیز جنرال محمد باقریي ویلي له دې هوکړې وروسته به د اماراتو په وړاندې د ایران د ملت او پوځ چلن بدل شي.
نوموړي ویلي دا اتړون لوی مصیبت او تاسف وړ دی.
د تېرې جمعې پر ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د متحده عربي اماراتو او اسرائیل ترمنځ د بشپړو دپلوماتیکو اړیکو د پیلولو اعلان وکړ. ویل کیږی چې د دې تړون هدف په سیمه کې د ایران ضد جبهې پیاوړي کول دي.
د اماراتو او اسرائیل هوکړې ته غبرګون: ترکیې او ایران یې مخالفت کړی او بحرین یې هرکلی
ښاغلي روحاني متحده عربي اماراتو ته په خطاب کې وویل : “دوی (امارات) دې احتیاط وکړي، یوه ډېره لویه تېروتنه یې کړې ده، د خیانت یو ګام یې پورته کړی، موږ هیله لرو چې دوی خپله دا تېروتنه احساس کړي او له دې ناسمې لارې را وګرځي”.
د ایران ولسمشر وايي د دې هوکړې هدف د راتلونکې نومبر میاشتې په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ ملاتړ دی، نو ځکه د ده په وینا د دې اړیکو د پيل اعلان له واشنګټن څخه وشو.
د ایران او اماراتو اړیکي ترینګلي دي او د اختلاف یوه موضوع د درې ټاپو ګانو طنب الصغری، طنب الکبری او ابو موسی د ملکیت پر سر دعوه ده.
ښاغلي روحاني ویلي چې اوس د اړیکو د عادي کولو دا تړون د څه لپاره دی؟ د ده په وینا که “دا تړون ناسم نه وي نو ولي د یوه دریم هېواد له خوا يي اعلان کیږي؟ او هغه هم په امریکا کې؟ دا د دې لپاره چې په امریکا کې ناست یو کس په ټاکنو کې رایې تر لاسه کړي، تاسې له خپل هېواد، خپلو خلکو، مسلمانانو او عربانو سره خیانت کړی”.
همدا راز د ایران لوی درستیز اماراتو ته ګوت څنډنه کړې او ویلي یې دي چې امارات به په خلیج کې د هرې پېښې مسؤل وي او که د ایران ملي امنیت ته زیان رسیږي هغه که ډېر لږ هم وي نو مسؤلیت به یې د اماراتو پر غاړه وي.
” اماراتو ته سپارښتنه کوو چې د وخت له تېرېدو وړاندې خپلې دې پرېکړې ته له سره کتنه وکړي او پر هغې لارې تګ ته دوام ورنکړي چې د سېمې او د دوی ملي امنیت ته زیان رسوي”.
توریالی سحر

Share this page to Telegram

Comments