الیزابت ورن:افغانستان کې جګړه او د سرتیرو ډیرول د حل لاره نه ده!

comments 0

0 Views

هندوکش – امریکا : امریکایي سناتوره الیزابت ورن چې تیره اونې د امریکا متحده ایالاتو یو لوړ پوري پلاوي په توګ کابل ته راغلې وه وویل زه د امریکایي سرتیرو د ډیرولو پلوۍ نه یم.
امریکایي رسنۍ د نوموړي له قوله وایي چې په افغانستان کې وضعیت ګډوډ دی، خو امریکا يې پر وړاندې هېڅ پلان نه لري.
د نوموړي په وینا، امریکا یوازې د افغانستان مسلې ته له نظامي لارې ګوري، خو مونږ هلته ديپلوماتیک روابطو، اقتصادي همکاریو او خبرو اترو ته اړتیا لرو. د نوموړي په وینا، په افغانستان کې د امریکا د سفارت مهم او کلیدي پستونه مشران نشته، یوازې څو ټيټ پوړي چارواکي په سفارت کې دنده تر سره کوي.
هغه زیاته کړه چې، داسي معلومیږي چې مونږ د افغانستان مسایلو ته یواځې نظامي حل لاړه لتوو او غواړو پیښ شوې بحران له نظامي لارې حل کړو.
نوموړي د افغانستان بحران لپاره یواځینې لاره جګړه نه بلکه نور سیاسي او دیپلماتیک مسایل لکه اقتصادي برنامې، سولې خبرو ته زمینه برابرول، او افغانستان پر وړاندې روښانه پالیسي بللې ده.
نوموړې خبرو اترو په اخیر کې ویلي دي چې تړمپ دې باید افغانستان کې خپلې موخې وښايې او ووایي چې ولې امریکایي ځواکونه افغانستان کې دي .
فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply