الکوزې: قاچاقي مواد د حکومت عواید کم کړي

comments 0

8 Views

هندوکش – کابل: د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي، هېواد ته د پاکستان او ایران له لوري قاچاقي وارداتو ستونزې جوړې کړي.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي وویل چې د قاچاقو اصلي لاملونه د سرحداتو نه کنټرول، د زورواکو شتون، فساد او جګړه ده. ده وویل، چې په دې کې هېڅ شک نشته چې ځيني اموال قاچاق کېږي، خو دا ستونزه یوازې د پاکستان او ایران له لوري ده.
نوموړي وویل، چې د افغانستان له لوري هم ځینې محصولات لکه قیمتي ډبرې، لرګي او کرومایټ نورو هېوادونو ته قاچاق کېږي.
الکوزی وایي، که د دې قاچاقو مخنیوی ونشي، د حکومت عواید به ورسره راکم او په مارکېټ کې به ګڼې ستونزې رامنځته کړي.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments