الکوزی: ټاکنو پر پانګونه او سوداګرۍ منفي اغېز کړی

comments 0

463 Views

هندوکش – کابل: د ټاکنو له امله رامنځ ته شوي وضعیت پر پانګونه او سوداګرۍ منفي اغېز کړی دی. د سوداګرۍ خونو مرستیال خان جان الکوزي یو وار بیا ویلي چې،د ټاکنو له امله رامنځ ته شوي مهبم وضعیت پر کاروبار منفي اغېز کړی دی او ډېری سوداګر د خپلو پانګو په اړه اندېښنه لري.
دده په خبره دغه وضعیت پر سوداګرۍ او پانګونه ۱۸ سلنه منفي اغېز کړی دی او ډېری سوداګر له اوسني وضعیت اندېښمن دي.
الکوزی وايي چې د ټاکنو پایلې باید ژر اعلان شي ځکه ډېری پانګه والو کاروبار درولی دی او ډېری فابریکې تولید نه کوي. بلخوا مالیې وزارت هم دغه خبره تایید کړې ده.
د مالیې وزارت مرستیال تمیم ولید وايي چې د ټاکنو له امله مبهم حالت رامنځ ته شوی نو ډېری پانګه وال اړ شوي چې خپلې اوږدمهالې برنامې وځنډوي.
دده په خبره روان وضعیت پر پانګې او سوداګرۍ تر یوه حده منفي اغېز لرلی دی.
سپوږمۍ پوپلزۍ

Share this page to Telegram

Comments