الټرنیټ نشریې پر امریکا د جنایت تور پورې کړ

comments 0

1 Views

هندوکش – امریکا: د امریکا مشهوره نشریه الټرنېټ  لیکي چې، امریکايي ځواکونو د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د عامو وګړو په وژلو کې لاس لرلی دی او پراخ وحشتونه یې کړي دي.

په مطلب کې راځي چې امریکا اوس ددغه جنایتونو د څېړنې پر وړاندې خنډ جوړوي. د سرچینې په وینا امریکا په لرو پرتو سیمو کې چې د رسنیو لاسرسی ورته نشته، عام خلک له کورونو ایستلي، وژلي یې دي، بندیان کړي یې دي او داسې کورنۍ هم شته چې ځينې خپل خپلوان یې تر ننه لا درکه دي.

د الټرنېټ په مطلب کې راغلي چې د همدغو وحشتونو په دوام د پخواني ولسمشر او امریکايي ځواکونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې، ځکه حامد کرزي ته د امریکا د جنګي جنایتونو دقیق راپورونه ورلېږل کېدل او هغه په ځلونو ددغه لړۍ د پای غوښتنه کړې وه.

په مطلب کې راځي چې امریکا په نړیواله کچه د خپل حیثیت د ساتلو لپاره د خپلو جنایتونو د پلټلو اجازه نه ورکوي.

فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments