القاعده لا هم په افغانستان کې د امنو مرکزونو په لټه کې ده

comments 0

36 Views

هندوکش – امریکا: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په یوه خپاره شوي راپور کې راغلي، چې القاعده شبکه لا هم په افغانستان کې د امنو مرکزونو په لټه کې ده او له ګنو وسله والو ډلو سره قوي اړیکې لري.

په راپور کې راځي چې د القاعدې او طالبانو ترمنځ لا هم پیاوړې اړیکې موجودې دي او په ګڼو برخو کې همکاري لري.

سرچینه زیاتوي داعش ډله لا هم په افغانستان کې قوي حضور لري او تر دې دمه دا هڅه کوي چې ځان ته خوندي او پراخ مرکزونه جوړ کړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي، ددغه دوو ډلو پر ضد باید پر وخت اړین اقدامات ترسره شي او د لا پیاوړتیا مخه یې ډب شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا داسې مهال دغه راپور خپروي چې افغان حکومت په افغانستان کې دداعش او القاعده ډلې حضور کمزوری او دغه ډلې ځپل شوې بولي.

فکور نعیمي

Share this page to Telegram

Comments