الجزيره: په کندز کې د طالبانو مشري روسان کوي

comments 0

0 Views

هندوکش ـ خبرخونه: د الجزيرې په نوم يو عربي ټلويزيون اوس اوس په شمال کې د ترهګرو ډلو د وضعيت په اړه په نوي راپور کې د طالبانو په لیکو کې د روسانو د شتون له رازه پرده پورته کړې.
ددې ټلويزيون له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي دي چې د طالبانو په لیکو کې اوس روسي سلاکاران ډير شوي دي چې په مستقيم ډول دوی ته د جګړې د رهبري قومنده ورکوي.
په راپور کې يوې سرچينې ويلي دي دي چې تر ډيره طالبان د روسانو شتون د سلا مشورې په خاطر بولي خو اصلي خبره داده چې روسان مشوره نه ورکوي بلکه نيغ په نيغه د طالبانو نښته رهبري کوي.
بلخوا په کندز کې يوې باوري سرچینې هندوکش ته وويل چې د روسانو شتون په شمال کې ډير شوی دی.
دې سرچينې وويل:« روسان په پښتو نه پوهيږي، ژباړنان ورسره وي،تر ټولو په ښه موټر کې ګرځي، په نويو زرهي او مخابراتی وسایلو سمبال دي طالبان يي په افغاني جامو او پکول کې د پټولو کوښښ کوي خو نه شي پټيدای.» دې سرچينې وويل:« روسان نيغ پع نيغه د جګړې مشري کوي حتی د سيمو په کوردينات او قومنده کې تر طالبانو مخکې اقدام کوي يو وخت به يي موږ ته ويل چې دا چچنیایان دي او موږ هم يو ډول منلې وه خوکله چې په روسانو کې دوه ډوله څيرې خلکو وليدې نو پوښتنې ډيرې شوې اوس چچن ترهګر او روسان هر سړی پيژني.»
دوی وايي چې په کندز کې طالب ترهګر په روزنیزو مراکزو او پټنځايونو کې روسانو ته خاص ځای لري او روسان هم په ډيرې ځيرکۍ سره هڅه کوي په سرحدي او صفري سيمو کې پاتې شي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح شوي دي چې اوس اوس ويل کیږي طالبانو ته له روسيي وسلې رارسيدلي دي او د کره سرچينو په حواله د طالبانو مشران هبت الله آخوند او سراج الدين حقاني هم په پاکستان تر رسمي هوکړې وروسته روسيي ته درې ځلې تلي دي.

شاه رسول غزنوی

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *