اقبال احسان : د کراچۍ د عمومي مدیر مرستیال اختر محمد منصور ته د ویزې ورکولو په تور له دندې ګوښه شو

comments 0

0 Views

هندوکش ـ پاکستان: په پاکستان کې د یو لړ څېړنو په ترڅ کې په ډاګه شوې چې پاکستان ملا محمد منصور ته ویزه او پاسپورت ورکړي وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسان اقبال رسنیو ته ویلي د څېړنو په پایله کې ثابت شو چې ملا اختر محمد منصور ته په مستعار نوم احمد ولي د شاه محمد پاسپورت او ویزه په واک کې ورکړي وو.
یاد امنیتي مقام له (دي نیوز) سره په خبرو کې اعتراف کړی چې په دې تور فیصل الدین د کراچي د مدیر مرستیال له خپلې دندې شړل شوی دی.
پوښتنه داده چې ولې پاکستان د طالبانو مشر ته په مستعار نوم ویزه او پاسپورت ورکړي دي؟
د یادولو وړ ده چې پاکستان تل د افغانستان لخوا له ترهګرو څخه په ملاتړ تورن شوی دی او دې موضوع ته د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې هم ځای ورکړل شوی دی.
محمد امان دوران

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *