افغان ۱۹ کلنې کرکټ لوبډلې د بنګله دیش ۱۹ کلنې لوبډلې څخه د لوبې سریز وګټله

comments 0

0 Views

افغان ۱۹ کلنې لوبډلې په پوره ۵۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو سره بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې ته ۲۴۰ منډې هدف وټاکه.
د افغان لوبډلې ۸۳ منډې ابراهیم ځدراڼ او ۷۵ منډې دروېش رسولي جوړې کړې.
ورپسې د بنګله دېش ۱۹ کلنې لوبډلې توپ وهنه پیل کړه، خو افغان تیز او ورو توپ اچونکو پرې نه ښودله چې سیاله لوبډله هدف ته ځان ورسوي.
د بنګله دېش لوبډلې د لوبې په ۴۸،۲ اور کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۶ منډې جوړې کړې او لوبه یې افغان لوبډلې ته وبایلله.

Share this page to Telegram

Comments

Leave a Reply